کرهڼي وزارت د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کبانو ستر توليدي فارم جوړوي
د کبانو د تولید دغه لوی فارم په ۱۰ جریبه ځمکه کې د ۷،۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
د کندهار د کرهڼي رئيس وایي، دغه فارم به ۲۷ لوی او واړه حوضونه ولري چې د ۵۰۰ زره کبانو د رزونې وړتیا لري.
تمه ده، چې په دې سره د کبانو د غوښي اړتیا په ياد ولایت کې پوره او له بهره د کب غوښي د راوړلو مخه ونيول شي.
په کندهار ښار او ولسوالیو کې د کبانو ۱۶۰۰ فارمونه دا مهال فعال دي، چې د هېواد په کچه د کبانو ۵۰ سلنه غوښه تولیدوي.
Ещё видео!