شاعر: اجمل خټک
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــــــــــ
ما ته د جنت قصې، ځان د دنيا حساب
دا دی عجيبه انصاف، دا دی عجيبه کتاب
زه په مستۍ سور کافر، ته په هوس سپين ملا
ما ته په فتوا عذاب، تا ته په دوکه ثواب
ما ته د جنت قصې، ځان ته د دنيا حساب
دا دی عجیبه انصاف، دا دی عجیبه کتاب
اې د عدالت ربه! دا لوبه خو ورانه کړه
موږه انسانانو له نوې لار ودانه کړه
نور که څه کوې که نه، خلاص مو د ملا نه کړه
ما ته د جنت قصې، ځان ته د دنیا حساب
دا دی عجیبه انصاف، دا دی عجیبه کتاب
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
Ajeeba Insaaf | Ajmal Khattak | Sardar Ali Takkar | عجيبه انصاف | اجمل خټک | سردارعلي ټکر
Ещё видео!