په خیالو ې مې اوسیږې خوږې مورې
زمـا کـلـه تـه هـــیـریـږې خوږې مورې
ستا فـراق خـو د زغملو نـه ده ګـرانې
په خیالو کې مې ګرځیږې خوږې مورې
ستا قـدم لانـدې جـنـت ده نبي وائـي
له قـدم نـه دې ځـاریـږم خوږې مورې
چې ماشوم وم تا زما ډیر خدمت کړی
ښه دې ټول راته یادیـږې خوږې مورې
نیمه شپه کې به بیداره شوې ته ما ته
ته لـه خـوبـه بـیـداریـږې خوږې مورې
مور جنت ده مور عزت ده مور مې زړه ده
زړه زما کې تـل تـاویـږې خوږې مورې
مسکین یار عـظـیـمـي ګرانې چې پرې نژدې
چې جـنـت تـه داخـلـیـږې خوږې مورې
Ещё видео!