شپه شوه ، د یو چا د مسنجر غمی لا شین نه دی
بیا به انتظار وي تر سبا کیسه خرابه ده😢💞
غږ : فیض الله حسن زی
شعر : محمد علیم بسمل
مکمل شعر :
بیا مې تکرار کړی ده خطا، کیسه خرابه ده
بیا مې زړه پایللی دی او بیا کیسه خرابه ده
شیخه وخت اخر دی، ته په خپل خان باندې پام کوه
ما پسې به نه ګرځې، زما کیسه خرابه ده
شپه شوه د یو چا د مسینجر غمی لۀ شېن نه دی
بیا په انتظار وې تر سبا، کیسه خرابه ده
عشقه چې ته نه یې، ژوند په یوه روپئ هم نه ارزې
ښکلیه چې ته نه یې د دنیا کیسه خرابه ده
ما خو ویل بسمله! څه په خوله هسې ناري وهې
زړه یې چې بایللی دی نو بیا کیسه خرابه ده
Ещё видео!