شیرزادو ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو په ځوابیه بریدونو کې د تېرې یوې اونۍ پر مهال شپیته وسله وال طالبان وژل شوي او تر څلوېښت تنو زیات ټپيان شوي دي .
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازی وایي،وسله والو طالبانو پلان درلوده چې د تېرې یوې اونۍ په موده کې په امنیتي ځواکونو او پوستو یې ډله ییز او ترهګریز بریدونه ترسره کړي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې شپیته وسله وال طالبان وژل شوي او څلوېشت نور ټپيان دي،همدا راز امنیتي ځواکونو د مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوي اویا کړۍ ماینونه کشف او لمنځه وړي دي .
هغه زیاته کړه، یاد ځوابیه بریدونه چې د هوایي قوې په مرسته ترسره شوي د دښمن شپکه او درنه وسله هم لمنځه تللې ده
share support subscribe !!
subscribe: www.youtube.com/pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
[ Ссылка ]
www.instagram.com/pajhwok
[ Ссылка ]
www.pajhwok.com
video@pajhwok.com
mobaile : 0093770464141
Ещё видео!