طالبانو تر دوه کاله تېرېدو وروسته هم د نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې نه دي پرانیستلي او ویلي یې دي چې تر امرثاني پورې دې محصلینې په تمه وي؟
دا امر ثاني به کله رارسیږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ډېری افغانان یې لري؟
که څه هم طالبان ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ټولو ښځو حقونه خوندي کړي، خو له دوه کالونو راهیسې نجونې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او د دولتي او نادولتي ادارو ښځینه کارکونکې یې هم په کورونو کې کېنولې دي.
طالبانو په خپلو اعلامیو او فرمانونو کې د نجونو او ښځو سره د ځینو فعالیتونو د ځنډولو یا بندولو لپاره "تر امر ثاني" پورې اصطلاح کاروي.
دا زما حق دی –
دا خپرونه د ازادي راډيو له لارې په غږیزه بڼه او د ازادي راډيو پر فیسبوک او یوټیوب په ویډیو بڼه نن دوشنبې د کابل د ماښام پر وخت له ۷ تر ۸ بجو د هوسۍ احمدزي په کوربتوب خپریږي. تاسو کولای شئ موږ ته خپل پيغامونه پرېږدئ یا هم خپرونې ته مستقیم زنګ ووهئ.
د وتس اپ شمېره ده:
WhatsApp: 00420723008111
تلیفون: 00420221124501
Ещё видео!