داسې حال کې چې کشمير کې وګړي د لوی اختر دوهمه ورځ تېروله، د هند سترې محکمې ويلي د دغه هېواد تر ولکې لاندې شکمير کې به د بندیزونو حالت لرې کولو لپاره مداخله ونه کړي. د هند سترې محکمې ويلي حکومت د عادي حالت ستنولو لپاره پوره وخت ته اړتيا لري. کشمير کې د نهمې پرله پسې ورځې لپاره د کلکو امنيتي تدبيرونو حالت پر ځای دی، وروسته له هغه چې د هند حکومت دا سيمه له ځانګړي حالته بې برخې کړه.
Ещё видео!