د افغانستان پلازمېنې کابل کې د طالبانو چارسمبالی ښاروال وايي ښځینه حکومتي کارکونکې دې د اوس لپاره په کورونو کې پاتې شي. یوازې هغه ښځې کولی شي خپلو کارونو ته ولاړې شي چې دندې یې نارینه نشي کولی. دا په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر ښځو د لګول کېدونکو محدودیتونو وروستۍ پرېکړه ده. طالبانو د جمعې پر ورځ یوازې د منځنیو ښوونځیو او لېسو نارینه زده کوونکو ته اعلان وکړ چې خپلو ښونځیو ته ولاړ شي خو نجونې زده کړو ته دي بللي. طالبان وايي د نجونو ښوونځي به وروسته پرانیستل کېږي. نن بیا د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه بل اعلان کې د دغه وزارت ټولو نارینه کار کوونکو ته ویلي چې سر له سبا دې خپلو دندو ته ورشي او ښځینه کار کوونکي یې نه دي وربللي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 د بي بي سي پښتو ټلويزيون نړۍ دا وخت
1:46 یونیسف وايي افغان نجونې دې ښوونځیو ته ستنې شي
4:51 تر امارت لاندې ژوند څنګه روان دی؟
4:46 د سیمې او نړۍ لنډ خبرونه
11:57 پاکستان ته اوښتی افغان سندرغاړه کیسه کوي
16:49 د سیمې او نړۍ لنډ خبرونه
17:56 کاناډا کې بده وچکالي ده، مالداران نوې لارې لټوي
21:00 د سپورت له ډګره لنډ خبرونه
22:24 فضايي سېلانیان خوندي بېرته ځمکې ته ستانه شول
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!