د تاریخي اثارو قاچاق، سپړنه، او خرڅونه:
تاریخي اثار، چې زموږ د هېواد تاریخ او فرهنګ یوه مهمه برخه جوړوي، د قاچاق، غیرقانوني سپړنې او خرڅونې له لارې له خطر سره مخ کېږي. دا کړنې نه یوازې زموږ د تاریخ او فرهنګي میراث له منځه وړي، بلکې اقتصادي زیان هم لر ي.
د دې کړنو زیانونه:
1. د فرهنګي میراثونو له منځه تلل: تاریخي اثار د خلکو د تاریخ او هویت یوه برخه ده. د دې اثارو له لاسه ورکول زموږ فرهنګ او تاریخ له منځه وړي.
2. اقتصادي زیان: د تاریخي اثارو قاچاق کول، دولت ته د عوایدو د کمېدو لامل ګرځي، کوم چې د سیاحت او بهرني توریستانو په جذب کې ځانګړی رول لري.
3. قانوني نقض: د تاریخي اثارو قاچاق او خرڅونه د جرم په توګه پیژندل کیږي، چې ترسره کوونکي یې د قانوني تعقیب او سختو سزاوو سره مخ کېږي.
څه کول پکار دي
عامه پوهاوي لوړول: د خلکو د پوهاوي کچه باید لوړه شي چې د تاریخي اثارو ارزښت وپېژني او د قاچاق مخنیوي لپاره له امارت سره همکاري وکړي.
قانون پلي کول: اړوندې ادارې باید د سختو قوانینو په پلي کولو سره د غیرقانوني سپړنې او خرڅونې مخه ونیسي.
راپور ورکول: که څوک د تاریخي اثارو قاچاق، سپړنه یا غیرقانوني خرڅونه وویني، باید په چټکه توګه امنیتي ادارو یا د اړوند خدماتو شمېرو (لکه 119) ته راپور ورکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[ Ссылка ]
Ещё видео!