دیدار معاون سیاسی ریاست الوزراء با نماینده سازمان صحی جهان برای افغانستان
مولوی عبدالکبیر معاون سیاسی ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان با لیو دیپنی نماینده سازمان صحی جهان برای افغانستان دیدار نمود.
در این دیدار که در قصر سپیدار انجام شد، نماینده سازمان صحی جهان از همکاری امارت اسلامی در راستای تطبیق برنامه های این سازمان تشکر کرد و ضمن تاکید بر ادامه پروژه صحتمندی در افغانستان، گفت که بخاطر ادامه این پروژه تا پایان سال جاری۶۰ میلیون دالر و تا نیمه سال آینده، ۱۰۰ میلیون دالر منابع را فراهم کرده است.
وی افزود که اکنون از طریق تطبیق پروژه صحتمندی،۲۳۳۱ کلینیک و شفاخانه زیر پوشش قرار دارد و این برنامه را در سراسر افغانستان تطبیق می گردد و پروسه تادیه معاشات پرسونل صحی نیز آغاز شده است.
همچنان آقای ابو مسئول پروگرام صحی یونیسیف، گفت: ما تلاش می کنیم که سیستم صحی افغانستان را از سقوط نجات دهیم و در افغانستان باقی می مانیم تا زمینه بهتر خدمات صحی را برای افغان ها فراهم نماییم.
در این نشست حامد جعفری مسئول پروگرام پولیو در افغانستان با اشاره به روند تطبیق پولیو، گفت که در کمپاین گذشته پولیو ۹ میلیون کودک واکسین شده اند و در میان آن ۲٫۵ میلیون کودک نیز بودند که برای اولین بار واکسین شدند.
موصوف افزود که در جریان تطبیق واکسین پولیو کارمندان ما به هیچگونه مشکلات امنیتی در هیچ نقطۀ از کشور، مواجه نشدند.
در مقابل معاون سیاسی ریاست الوزراء از سازمان ملل متحد و ادارات مربوطۀ آن بخاطر فراهم نمودن امکانات مالی از طریق پروگرام صحتمندی، تشکر کرد و گفت که در بخش های صحی، غذا، آب آشامیدنی و تطبیق واکسین پولیو، کار و فعالیت های شما قابل قدر است و ما به تامین امنیت تان، کاملاً متعهد می باشیم.
مولوی عبدالکبیر با اشاره به فعالیت های سازمان صحی جهان، گفت که شما ضمن تعهد، عملاً فعالیت های تان را انجام می دهید و امارت اسلامی متعهد است که به تمام پیشنهادات و خواست های شما رسیدگی نماید.
---
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي لیو ډیپني او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، د روغتیا نړیوال سازمان استازي د یاد سازمان د پروګرامونو د تطبیق لپاره د اسلامي امارت د همکاریو مننه وکړه او په افغانستان کې د صحتمندي پروژې پر دوام د ټینګار ترڅنګ یې وویل، د دې پروژې د دوام لپاره مو د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي ۱۰۰ میلیون ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.
نوموړي وویل،د صحتمندي پروژې له لارې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۳۳۱ کلینیکونه او روغتونونه تر پوښښ لاندې دي، یاد پروګرام به په ټول افغانستان کې سراسري کېږي او روغتیایي پرسونل ته د معاشونو د ورکړې بهیر هم پیل شوی دی.
همداراز د یونیسف د روغتیا نړیوال پروګرام مسوول ابو وویل: موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د افغانستان روغتیایي سیستم له سقوط وژغورو او په افغانستان کې پاتې کېږو چې افغانانو ته غوره روغتیایي خدمتونه برابر کړو.
په دې غونډه کې، په افغانستان کې د پولیو پروګرام مسوول حامد جعفري د پولیو د تطبیق بهیر ته په اشارې وویل: د پولیو په تېر کمپاین کې ۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي او پکې ۲٫۵ میلیونه داسې ماشومان هم وو چې په لومړي ځل واکسین کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د پولیو د تطبیق پر مهال د دوی کارکوونکي په ټول هیواد کې له هېڅ امنیتي پېښې سره نه دي مخ شوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د ټولو ادارو له فعالیتونو او صحتمندي پروګرام ته د مالي امکاناتو برابرولو له امله مننه وکړه وې ویل، د روغتیا، خوړو، پاکو اوبو او پولیو په برخو کې مو هڅې او کار د ستایلو دی او ستاسو د امنیت تامین ته بشپړ ژمن یوو.
مولوي عبدالکبیر په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو ته په اشارې وویل: تاسو د ژمنو ترڅنګ عمل هم کوئ او اسلامي امارت ژمن دی چې ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته مو رسیدګي وکړي.
Ещё видео!