د سوریې عملي مشر د ملګرو ملتونو له استازي سره کتلي، داسې حال کې چې د ولسمشر بشار الاسد رژيم پرځېدو پايله کې د واک سوله ييز او ارام لېږد لپاره هلې ځلې روانې دی. د هئية تحرير الشام په نامه اسلامپاله ډله چې اوس پر دمشق واکمنه ده، ويلي، مشر یې احمد الشرع، نړيوال استازي سره خبرو کې پر داسې څه بحث کړی، چې دوی په نړيواله کچه د ترهګرۍ ټاکل شوي نوملړه د دغې ډلې لرې کولو اړتیا بللې ده. دوی پر سوريه د لګېدلو بنديزونو پر لرې کولو هم خبرې کړې دي. امريکا او بريتانيا وايی دوی د سوريې له مشرتابه سره تماس کې دي، او اروپايۍ ټولنه هم يوه ډيپلوماټيکه ډله استوي. که څه هم د سوريې اوسنيو واکمنو تېر په اړه اندېښنې څرګندې شوې، خو د نړيوالو پام دغه هېواد کې د ارامۍ، سولې او امنيت پر ټينګښت دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:24 د سوریې نوې مشرتابه سره د نړيوالو اړيکو هڅې
1:57 سوريه کې د صيدنايا زندان بوږنوونکې کيسې
7:10 پر غزه د اسرائيلو بمبارۍ
8:13 پر سوريه د اسرائيلو بمبارۍ او جولان لوړو کې یې فعاليتونه
11:31 د فرانسې مايوټ ټاپو کې توپان
12:09 د افغان ولسي جرګې پخوانۍ غړې سره خبرې
17:06 د افغان کرکېټ خبر
17:52 هنري شېبې، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!