امريکا کې یوه ورځ وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ ټاکنې وګټلې، اوس دغه هېواد کې د مشرتابه واک سپارلو بهير په پيلېدو دی. ویل کېږي، ښاغلی ټرمپ، پر دې غور کوي کله چې راتلونکې جنورۍ سپينې ماڼۍ ته ستنېږي، حکومتي اډانه کې به يې څوک ورسره کار کوي. د ټاکل شوي ولسمشر کاري ډله وايي، د ده پام به د يوې داسې کابينې پر غوراوي وي، چې په وینا یې د امریکايانو ژوند اسانه، ډاډمن او خوندي کړي. همدې وخت کې پتېيل شوې تلونکی ولسمشر جو بايډن، له هغه راهيسې چې کمالا هارېس ټاکنې بايللې، خپله لومړۍ څرګندېدا کې نن وروسته ولس ته وینا وکړي. ده ښاغلی ټرمپ هم خبرو لپاره وربللی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:27 ډونلډ ټرمپ د خپل حکومت غوراوي چارې پيلوي
1:26 د ترمپ پر بري د نړۍ مشرانو دريځ
5:46 د ناټو د مشر او اروپاييو مشرانو غبرګون
7:11 د ټرمپ راتلونکې ولسمشرۍ ارزونه
11:40 خیبر پښتونخوا کې د ښوونکو احتجاج
14:49 د باجوړ خلکو احتجاجي لاريون
17:50 پر لبنان د اسرائيلو بمبارۍ
18:28 د کرېکټ پنځوس اوريزو لوبو سره د محمد نبي مخه ښې تکل
19:57 روغتیا، اونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!