د فرانسې ولسمشرۍ ته کاندید فرانسوا فییا په یو څو ساعتونو کې یوې خبري غونډې ته خبرې کوي.
تمه ده په دې غونډه کې به دی د هغو تورونو په اړه وغږېږي چې وايي ده د ولس له پیسو زرګونه یورو خپلې مېرمنې ته د داسې دندو لپاره ورکړي چې هغې نه دي اجرا کړي.
دی په نظرپوښتنو کې تر اوسه مخکې و خو اوس شاته شوی.
تر ده د ملتپالي اروپا ضد ګوند مشره مرېن لې پېن مخته ده. یو بل کس اېمنول مکرن دی.
ده تېر کال خپل ګوند جوړ کړ. دا ټاکنې په څو کلنو کې تر ټولو ډېرې پرانیستې او شفافه بلل کېږي.
Ещё видео!