طالبانو د بښنې نړيوالې ټولنې هغه رپوټ يو اړخيز باللی چې وايي تېره مياشت يې دايکندۍ کې د افغان پوځ نهه تسليم شوي سرتېري وژلي دي. د امنسټي انټرنشل په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي د دوى څېړنو او بېلګو موندلې چې د دايکنډۍ خدير ولسوالۍ کې د اګست په ٣٠ مه نېټه د يوې ١٧ کلنې نجلۍ په ګډون ټولټال ١٣ کسان وژل شوي وو. د بښنې نړيواله ټولنه د عيني شاهدانو له خولې وايي طالبانو د افغان پوځ نهه تسليم شوي سرتېري وژلي چې جنګي جرم يې بولي. دوه ملکيان چې يوه ١٧ کلنه نجلۍ هم په کې وه د تېښتې پر وخت د طالبانو په ډزو وژل شوي وو.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!