د فحاش هلک او د نیک سړي کیسه د نن سبا ځوانانو دپاره د عبرت نه ډکه کیسه هر یو ځوان باید دا ویډیو وګوري
د يو فحاش ځوان او یو نیک سړي د عبرت ډکه کیسه واوري | Zwan Ao Naik Sari Qisa | Islami Malomat Pashto
Islami Malomat Pashto
د يو فحاش ځوان او یو نیک سړي د عبرت ډکه کیسه واوري | Zwan Ao Naik Sari Qisa | Islami Malomat Pashto
د يو فحاش ځوان او یو نیک سړي د عبرت نه ډکه کیسه واوري | Zwan Ao Naik Sari Qisa
Pashto Khwandarai Ao Da Pand Daky Qisai
يوځوان او یو نیک سړي
يوځوان یو نیک سړي ته ورغلی او ورته یې وویل چي زه ځوان یم، خواهشات مي زیات دي، په ښار کي پیغلو ته له کتو څخه ځان نه سم ساتلی، زه څه وکړم ؟.
ځوان ته، سړي له شیدو داسې ډکه پیاله ورکړه چي له تو ییدو یې ووریدو او ورته یې وویل چي د ښار په منځ کي ولاړ سي او دغه پیاله به فلاني ځای ته ورسوې خو چي شیدې درته نه توی نه شي!.
نیک سړي په خپلو شاګردانو کي یو تن ته دنده وسپارله چي ورسره ولاړ شي او ورته یې وویل چي که شیدې ترې تویی شوې نو د خلکو به وړاندې دې ځوان ووهي.
ځوان ولاړ او شیدې یې ټاکلي ځای ته ورسولې او یو څاڅکی هم ترې توی نه شوې او بېرته نیک سړي ته راغی.
نیک سړي ترې پوښتنه وکړه: څومره پیغلې دې په لاره ولیدې ؟
ځوان ځواب ورکړ: ښاغلیه! خوا وشا مي هیڅ نه دي لیدلي، وریدم چي هسې نه شیدې رانه توی شي او ووهل شم او د خلکو په وړاندې رسوا شم.
لارښود سړي ورته وویل: د مسلمان حال باید تل همداسې وي، مسلمان باید د ګناه کولو پرمهال له خدایه او د قیامت په ورځ له رسوایی څخه ووریږي.خدایه موږ پر نېغه لاره روان کړې!.امین
Ещё видео!