د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو په شمول د داعش ډلې خراسان څانګه، القاعده او د مرکزي آسیا ځینې ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور لري. د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم شدید غبرګون څرګند کړی دی.
حامد کرزي ويلي دي چې د تروریستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقیم حمایت لاندې له هغه ځایه د افغانستان په خلاف استعمالیږي.
آیا د پاکستان دغه دريځ به پر طالبانو هم اغیز ولري او ولې پاکستان د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړی دی.؟
د دې اونۍ په پخلاینه خپرونه کې د پاکستان د سنا پخواني غړي او سیاستوال افراسیاب خټک او د کورنیو چارو پخواني وزیر او د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد علي احمد جلالي سره پر همدې موضوع بحث لرو.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان په وخت په ۳:۳۰ چې د افغانستان په وخت ۶ بجې کیږي، پر فيسبوک او یوټیوب په ژوندۍ بڼه کتلی شئ. که له مېلمنو پوښتنې لرئ، موږ ته یې په تبصرو کې پریږدئ، موږ به هڅه وکړو چې په خپرونه کې یې له مېلمنو سره شریکې کړو.
Ещё видео!