په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره یو ځل بیا پر انلاین بڼه کمپاین پیل شوی، چې په کور دننه او بهر په کې ګڼو خلکو برخه اخیستې. په دې کمپاین کې د سړیو تر څنګ ښځینه دیني عالمانې هم برخه لري او په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غواړي، چې په دې برخه کې پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي. د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې د نجونو د زدکړو په اړه یې پرېکړې لنډمهالې دي خو په دې اړه د خلکو اندیښنې ځکه په ډیریدو دي، چې نژدې تردوو کلونو وروسته لا هم طالبان د نجونو د تعلیم د بیرته پیلولو د وخت په اړه څرګند ځواب نه ورکوي.
#bbcpashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!