#جلال_اباد_ښار لنډه پیژندنه:
#جلال_آباد ښار د #ننګرهار #ولایت مرکز او د #هیواد یو له #پنځو لویو ښارونو څخه دی چي د #ختیځ_زون مرکز هم شمیرل کیږي. دا ښار له #خيبر_پښتونخوا سره نزدې واقع او د #افغانستان د ختیځ زون د لیږد رالیږد مرکز دی. د #جلال_آباد_ښاروالي په ۱۳۱۲ لمریز کال کي منځته راغلي او د #احصایوي معلوماتو له مخي یی د وګړو شمیر په ۱۳۵۷ لمریز کال کي ۲۶۸،۶۳۷ تنه وو. خو په اوسني وخت کي د #ښاروالۍ اټکل له مخي یي د وګړو شمیر د یو #میلیون څخه زیات تنو ته رسیږي.
همدارنګه د جلال آباد ښار شاوخوا ۴۰،۰۰۰ استوګنیز واحدونه لري. د جلال آباد ښار د ننګرهار ولایت په #شمالي برخه کې موقعیت لري اود شاوخوا ۱۲۷ کیلومتره مربع مساحت لرونکی دی. په عین وخت کې ، د جلال اباد ښار ۴۴ سلنه ساحه کرنیزې #ځمکې پوښلي ده. په حقیقت کي لومړۍ، دوهمه ،دریمه ، څلورمه او پنځمه ناحیی د ښار زیاتره استوګني ساحو او د کورونو ګڼې ګوڼې لرونکي دي. د جلال آباد ښار ۹ ناحیي لري او د ښاروالۍ په تشکیل کې یی ۲۱۵ مامورین او ۷۰۱ قراردادی کارمندان لري. نو پدي سره به اوسطه توګه د هر ۵۷ کورونو په سر ښاروالی یو کارمند لري.
@JanWatanafg
Ещё видео!