پټان يا پښتون د ځمکی پر مخ د غيرت او بهادوری يوه لويه نښه ده.
تاريخ شاهد دی چی دا قوم نه له کوم پاچا څخه بيريږی او نه کوم ظالم ته اجازه ورکوی چي پاچاهي ورباندي وکړی.
پارسيانو، يونانيانو او نورو قومونو ډيره هڅه وکړه چي دي نه ويريدونکی قوم ته ماته ورکړي
خو هر وخت يي غاښ ماتوونکی ځواب اخيستی.
پښتنو هغه لوی امپراتور سکندر مقدوني ته ماته ورکړه چي نيمايي نړی يې نيولی وه ډير لوی او منظم پوځ يي درلود
خو افسوس چی دی قوم بيرته د مقدوني په طرف رخصت کړ..
د ۱۹ پيړی جګړی ګټل د پښتون ترټولو لويه بهادری ښيي.
چې په دي جګړو کی یی انګريزان تر تورو غرونو تير کړل.
تر ټولو تازه مثال يي تقريباً دو کاله مخکی د سوپر طاقت يعنی امريکا ماتول وو.
او دا به تاريخ تل پياد لری.
خو دا پټان يا پښتون څوک دی؟
د کوم نسل څخه ډی؟
آيا د يو پيغمبر اولاده ده؟
او ددی دومره زيات غيرت راز يې په څه کې ډي؟
ددی ټولو پوښتنو ځوابونه به په دی ويډيو کی ځواب مړو.
د پښتو د تاريخ په اړه دری نظری موجودی دی
ځينې وایی يهود دی او د بنی اسراییلو څخه يوه ورکه شوی قبيله ده.
ډير بيا په دې نظر دی چې پښتانه په اصل کې اريايان دی.
او ځينې وایی پښتون د قيس عبدالرشيد اولاده ده چی د حضرت نبی کریم صلی الله عليه وسلم يو صحابی وو.
راځی وګورو چی کوم تعريف د پښتون لپاره ترټولو غوره دی؟
ځينی پښتانه راويان وایی چې د پښتنو ترټولو لومړنی بنسټ ګر قيس عبدالرشيد وو.
قيس عبدالرشيد ته چی کله د نبی علیه سلام په اړه خبر ورسید
نو د خپلی قبيلې سره د مدينې په طرف روان شو.
کله چې هلته ورسید د نبی علیه سلام په يو مجلس کې کیناست.
صحابه کرامو یی د نامه پوښتنه وکړه
ده په جواب کی ورته وويل چې زما نوم قيس دې.
نبی علیه سلام ورته وويل چې قيس خو يوه عبراني کليمه ده.
محمد صلی الله عليه وسلم يې نوم بدل کړ او په هغه يې د عبدالرشید نوم کيښود.
قيس عبدالرشيد لومړنی پښتون صحابی شو او ټوله قبيله یی د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شول.
د ځينو پښتنی رواياتو په اساس کله چې مشرکین د مکی په جګړه کې په مسلمانانو زورور شول نو نبی علیه سلام خالد بن وليد ته امر وکړ چې ولاړ سه او د خراسان خلک راوغواړه..
خالد بن وليد افغانستان ته راغی او ملک عبدالرشيد ته يي د نبی علیه سلام فرمان ووايه
ملک عبدالرشيد او د هغه قبيله هم بيله ځنډه د مکی په طرف روان شول کله چې هلته ورسيدل نو په مشرکان یی داسی قوی حملې وکړې چې لاره يي ورڅخه ورکه کړل.
ماشام چي کله صحابه وو نبی علیه سلام له دی څخه خبر کړ چي ملک عبدالرشيد او د هغه قبيلې کفار په سرو وينو لړلې هغوی ته يي ماته ورکړي او فتحه يی حاصله کړي. ......
پښتانه څوک دي
who are the pashtuns
د پښتنو تاریخ
#pathaan
#pashtun
#pashton
Ещё видео!