غفار غوښتل ګل مکۍ پر مخ په څپېړه ووهي، چې ولې يې له ناظر څخه د وزې پوستکی اخیستی و.
عابدې یې مخه ونیوله او ورته يې وویل، چې که چېرې غفار هغه د بې اولادۍ د ستونزې د حل له پاره ډاکټر ته بیولی وای، ولې به يې د وزې د پوستکي اغوستلو ته زړه ښه کاوه.
ناظر غوښتل، چې د وزي د پوستکي د پیسو د اخیستلو لپاره په غفار باندې د ولسوالۍ په دفتر کې عریضه وکړي خو، ماه جبینې ناظر پړ وباله، چې ولې د خلکو په خپل سر درملنه کوي او له بلې خوا، سرورخان له پلوشې څخه وغوښتل، چې احمد ته دده او آدم خان ترمنځ د شخړې په هکله څه ونه وايي.
تفصیل ددې اوونۍ د نوي کور، نوي ژوند په ډرامه کې اورېدلی شئ:
[ Ссылка ]
Ещё видео!