سیګار په خپل وروستي رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک د خوارکي توکو د اخیستو توان نه لري. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه یې څه باندې ۱۷ میلیونه افغانانو ته د خوراکي توکیو بېړنۍ مرستې رسولي دي. خو عام افغانان د مرستو د ویش پر بهیر نیوکې کوي او وايي چې مرستې اړمنو ته نه رسیږي.
ریښتیا هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو شمیر ورځ تر بلې ډیریږي؟
د اقتصادي وضعيت د کنټرول له پاره څه باید وشي؟
د پخلاینې د دې اونۍ خپرونې مېلمانه مو په افغانستان کې د خوړو نړیوال بنسټ ویاند وحیدالله اماني او د اقتصادي چارو کارپوه دیا خان بهیر دي. خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت د ماسپښین پر ۳:۴۵ چې د افغانستان ۶:۱۵ بجې کیږي، د دویچه ویله پر پښتو فيسبوک پاڼه او یوټیوب چینل خپریږي.
تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې او نظریات د تبصرو په برخه کې زموږ سره شریک کړئ.
Ещё видео!