شاعر: رحمت شاه سائل
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ـــــــــــــ
د يو نظر څومره تاوان غواړې
زړه رانه غواړې که ګرېوان غواړې
ما له په سترګو کې ازغي راکوې
ما نه نغمې د ګلستان غواړې
د يو نظر څومره تاوان غواړې
خدای دې په خپل زړه پسې وژړوه
په باران واوړې چې باران غواړې
د يو نظر څومره تاوان غواړې
زړه ګورې، دا ناز به دې يونسمه
که د غرور سره جانان غواړې
د يو نظر څومره تاوان غواړې
محبت څه دی؟ جواري د زړونو
خوبونه نه بلې، خوبان غواړې
په دې ګرانۍ کې د خپل سر په بدل
د يار ديدن څومره ارزان غواړې
د يو نظر څومره تاوان غواړې
ــــــــــــــــــــــ
Taawaan | Rahmat Shah Sail | Sardar Ali Takkar | تاوان | رحمتشاه سائل | سردارعلي ټکر
Ещё видео!