د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ امنيت ټينګښت لپاره دايمي پوستې او بېزونه جوړېږي
جلال اباد (پژواک ۸ وري ۱۴۰۰): امنيتي مسولين وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ چې له پنځلس کلونو وروسته امنيتي ځواکونه د ځمکې له لارې ورسېدلي د امنيت د ټينګښت لپاره يې تل پاتې پوستې او بېزونه جوړوي.
د مسولينو په وينا دغه راز ولسي پاڅونوال به هم مختلفو سيمو کې ځای پرځای کېږي چې له امنيتي ځواکونو سره په ګډه بياځلي ولسوالۍ ته وسله وال دننه نه شي.
حصارک د ننګرهار يوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې له تېرو شاوخوا پنځلس کلونو راهېسې ورته امنيتي ځواکونه د ځمکې له لارې نه شول تللی او د حکومت د حاکميت ساحه هم يوازې د ولسوالۍ تر ودانۍ محدوده وه.
د دغې ولسوالۍ ترڅنګ شېرزاد بله ولسوالۍ وه چې له کلونو نا امنه وه خو تازه امنيتي ځواکونو د دغو ولسواليو د امنيت لپاره عمليات پيل کړي چې د چارواکو په وينا شېرزاد له وسله والو پاکه شوې او اوس عمليات حصارک ته غځول شوي.
دا تېره اوونۍ امنيتي ځواکونو وکولی شول چې د ولسوالۍ تر مرکزه ځانونه ورسوي او اوس وايي پلان لري چې چاڼيز عمليات پيل او ساحې له وسله والو پاکې کړي.
ننګرهار کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان او د حصارک او شرزادو د عملياتو مشر بريد جنرال نصير احمد ساپي پژواک اژانس ته وويل چې دا ځل به د چاڼيزو عملياتو پرمهال نيول شوې سيمې همداسې نه پرېښودل کېږي او د ګډو ځواکونو سربېره به په کې د ولسي پاڅوانوالو پوستې او بېزونه جوړېږي.
دی وايي، حصارک ولسوالۍ له کابل،لوګر، لغمان او ميدان وردګو سره سرحد لري نو ځکه يې طالبانو ته ډېر ارزښت درلود او تل يې ترې په ډېرو قربانيو ساتنه کړې خو تر دې وروسته به ورته د فعاليت اجازه ورنکړي.
share support subscribe !!
subscribe: www.youtube.com/pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
[ Ссылка ]
www.instagram.com/pajhwok
[ Ссылка ]
www.pajhwok.com
video@pajhwok.com
mobaile : 0093770464141
Ещё видео!