د چین ولسمشرشي جېن پينګ نن پاکستان ته ورسید. دواړو هېوادو ویلي چې د سفرهدف د اقتصادي اړیکو لاپراختیا ده.
ولسمشر شي به په پاکستان کې د 46 ملیاردو ډالرو په ارزښت د انرژۍ او اقتصادي پروژو پيل اعلان کړي.
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیراحسن اقبال نن وویل، د چین حکومت به یوازې د انرژۍ په برخه کې پراختیايي پروژوته 34 ملیارده ډالر ورکوي.
د دې هېواد مرکزي بانک وايي چې د روان مالي کال د پیل په نهو میاشتوکې یې 710 میلیونه ډالرپه مستقیم ډول د بهرنیو پانګونوله درکه ورغلې دي.
Originally published at - [ Ссылка ]
Ещё видео!