شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــــــــ
حسين | مرثيه
ـــــــــــ
دا قيامت دی، که معراج دی او که ورځ د کربلا؟
دا په شګو کې سرې وينې که ګلونه د لالا؟
سور خمار زهرو کې ګډ دی ترېنه ډکه ده پيالا
څه په جوش ورته روان دی د ميينو سربالا
ولې خپل عاشق ته اچې د سکروټو کټمالا
چا ته وې ګلاب بچی دې درنه غواړم حلاله
چا ته اور صليب او دار کې هم خمار شي هم وصال
چا نه سر چا نه ګلونه، د ژوند حسن او کمال
نن باچا د عاشقانو درروان دی اې جانانه
شان د مينې درته ښايي، توان د دې خاورې بېتوانه
ټول جهان تياره کې رپي يو بڅری ځي روښانه
ګوره سترګې يې ځلېږي په څه نوي نور مستانه
ستا منصور ورته پسخېږي، ستا عيسا ورته حيرانه
دا د ده د درد لمبې دي که د نور ستوري روښانه
يو ګلاب ځان له روان دی تک تور سوي بيابان کې
يوه سپينه شمعه خاندي د يوه قهر په طوفان کې
ولې کوم خوا ته روان يې، اې حُسينه ولې ولې؟
کربلا نه ده بلا ده، په دې شګو کې څه ګورې
ولې غم دې لا خېشته کړې پستې ښکلې سترګې تورې
زور او زر، اقبال او بخت دې هم هما ده هم يې سوری
يزيد خان دی د جهان نن، انسان وږی او کمزوری
د انسان د شان مثال ښی دې خرڅ شوي ورک غلام ته
د سبا د ستوري نور ښی د دې ژمي تور ماښام ته
بره مه ګوره حسينه، نن ستا خدای دی ستا جانان
نه مدد کی، نه پره کی، ستا دی وخت د امتحان
ستا اختيار او تقدير يو شو په دې ورځ په دې مکان
ستا د مينې مستي ګوري، زور دې ګوري د ايمان
اې د سرو ګلابو څانګې نن ماښام دی د خزان
دا کافرې شګې تږې ستا د وينو په ارمان
ځه ورځه زما جانانه، ساقي لرې ميخانه کړه
د سور اور او سور خُمار نه، تا له يې ډکه پيمانه کړه
اې زما غمګينه ياره، غم د مينې دی حصه
سوز د ساز، خېشت او خمار دې د يقين مور تلوسه
چا چې موندی دی جانان خپل په ارام په دلاسه
نوم نشان يې مرګي ورک کړل، وخت يې ورکه کړه قصه
چې د سر سره پې داو کړي، مستي حسن ارمانونه
سرور زر قسمه مستي شي، خمار زر رنګه نشه
ګوره ګوره اې حسينه، ګوره دغه دی عيسا
دغه مست ملنګ منصور دی، ابراهيم د رب اشنا
يو په دار يو د اور منځ کې حُسن وليد د دلبر
بېګناه يو بر صليب شو، د اغزو تاج يې پر سر
ستا د پاره اې حسينه، دغه سپين تېغ د شمر
هم ايمان دی، هم نرتوب دی، هم قسمت دی، هم باور
اې د مينې بل مشاله رڼا راغله د سهر
دا د قهر طوفان راغی که يزيد سره لښکر
ګوره ګوره پاکه ربه، عجيبه ميدان د جنګ دی
يو خوا زور، تورې، صفونه، بل خوا تش د حسين ننګ دی
يو خوا زور، غرور او حرص، قت پر قت او څنګ په څنګ دی
بل خوا يو ميين ايمان دی، مستانه او په غورځنګ دی
ربه، وګوره فرعون نن، بيا موسا سره په جنګ دی
عجيبه شين زمری دی، هم باچا دی هم ملنګ دی
يو خوا سترګې دي د کاڼو، هر ضمير خوړلی زنګ دی
يو خوا سترګې دي د کاڼو، هر ضمير خوړلی زنګ دی
بل خوا ړوکی خوار ټولی دی، مري د تندې په سا تنګ دی
د هر يو نظر کې ګوره، نرتوب څه چې لېونتوب دی
د آدم د شان قصه ده، کلک يقين د سړيتوب دی
تول جهان توره تياره ده، دوی د نور ليدلی خوب دی
جنګ په تاج کی، نه په تخت، جنګ پر حق د سړيتوب دی
دا مغروره فرعون ناست دی که يو مست ببر حيوان
يخ بېرحمه چمچمار، چجه شوی په ډېران
مري د تندې وهي لتې ړوکي ړوکي ماشومان
چارچاپېره ترې ولاړ دي قطارونه لښکريان
يو يو ګل د تندې رېژي د رسول د ګلستان
او يزيد ولاړ دی اوري دا سلګۍ، های او سوران
دا بلا د کربلا و، نيم لېوه او نيم شيطان
په دنيا کې دي تېر شوي ډېر بېرحمه بلاګان
داسې ظلم نه دی شوی، نه به وشي په جهان
د چينې پر غاړه مړه شو، ټول د تندې ماشومان
آخر چيغه کړه حسين، نر بچی زه د حيدر يم
زه که نن يم وږی تږی، زه په اصل شېر ببر يم
راشه وګوره فرعونه د حيدر د وينې اور
لږ راودانګه ميدان ته چې ښکاره کړو سره زور
خو يزيد ترې شا ته پټ شو، چارچاپېره جنګ شروع شو
کربلا په وينو رنګ شوه، بيابان ډک د نارو شو
دا د لسو او د زرو جنګ خو نه وي، قتل عام وي
په لکها، په زرو خرڅ، د خپل حرص هر يو غلام وي
د حسين ملګري واړه په نرتوب کې حيدري وو
خو سېلاب د تورو ډوب کړه، که سل ځله زمري وو
ستړی، تږی، خوږ يوازې حسين وکتل اسمان ته
و علي مسکی ولاړ، يې کتل ښکته ميدان ته
وې حسينه، زموږ وينه تل ده خدای له بهېدلې
ستا نيکه او بابا دواړو څو څو ځله بيولې
اور بس اور دی، اې بچيه چې پاکېږي پېفولاد
د شهيد وينه مستېږي، تل په توره د جلاد
ټول جهان تيارو کې ګېر و، خپل غيرت، ايمان يې هېر و
چې بنده د بل بنده شي، ډېر نسلونه کړي برباد
زور، هم زهر، هم شراب دي، د سړي نه ځان خطا کړي
د غرور ماڼۍ وي دنګه خو کچه يې وي بنياد
د آدم نوسا نوسو کې نه باچا شته نه غلام
خپله خېټه سړی سپی کړي، سړيتوب يې کړي برباد
بل په مکر په فرېب، په دوکه، په چلولونو
نيم لومبړ نيم زمری وي، په خپل علم کې استاد
رحم ورک شي، ظلم ډېر شي، سړيتوب د سړو هېر شي
يو سور اور ترېنه چاپېر شي، هر څوک خپل عذاب کې ګېر شي
قانون مړ شي، زور نادر شي، نر تالا، ګيدړ دلير شي
بېغيرته غيرتمن شي، سپی غړمبېږي ببر شېر شي
زر شي زور د هر چا خان شي، خوار غريب په ژوند ستومان شي
بد خنځير د هر چا پلار شي، که خنځير سره ډېر مال شي
وزير غل، امير ډاکو شي، ايماندار په سيند لاهو شي
روغ به مري يا به غل کېږي چې ټول غله ترېنه چاپېر شي
تول وطن يو تور ځنګل شي، يو د بل په غوښو پايي
ځناور ترې امان غواړي چې انسان په کومه تېر شي
علم چل شي، مذهب دام شي، رنګ حلالو کې حرام شي
هر سبا لکه ماښام شي، ژوند په تور آفت کې ګېر شي
دغه وخت کې د خدای رحم او رحمت په جوش کې راشي
چېرته غلی د چا کور کې يو حسين پکې پيدا شي
چې دی ښه کلک پهلوان شي، ورته جوړه کربلا شي
مرګ له نوې مانا ورکړي، ژوند کې نوې رڼا راشي
آخر چېرته په سپرلي کې پرې باران او پړکا راشي
ناګهانه وچ صحرا ټول، سره ګلونه د لاله شي
ځه، ورځه، ورځه حسينه، په خپل بخت شکرګذار شه
ستا شمر سره نېټه ده، سپېلنی د مخ د يار شه
که رښتيا پې ته ميين يې په خندا ورته تيار شه
اې په غم سوي ګلابه، ورشه څمله په قرار شه
حسين ووې مرحبا، دا ارزانه ده سودا
Ещё видео!