په ما دې تل ګمان کاوه ګمان دې نه پېژانده
مدام دې خپل تاوان کاوه تاوان دې نه پېژانده
په کناره ناست تماشګير هم ډوب کړي کله کله
د محبت د سمندر طوفان دې نه پېژانده
حالاتو داسې وو تړلی درته زړه او نظر
د خپلې مينې لیونی جانان دې نه پېژانده
د خپلو سرو ګوتو هنر خو به دې یاد وو کنه
که د سایل ريښې ريښې ګریوان دې نه پېژانده
شاعر: رحمت شاه سایل
سندرغاړی: اعجاز افق
#payamproduction #ijazufaq #love #payamkharoti #payamfilms #unfrezzmyaccount
Ещё видео!