شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــــــــــ
کېنه افلاطونه، فلسفه دې سمبال کېږده
ستا تله قطرې تلي او دلته دريابونه دي
عقل عقل عقل څه دی؟ کفر کفر کفر دی
عقل يې چې ګير کړي، دی غلام غلام زما
واوره فلسفه د لېونتوب د لېوني نه
دا ایات خو نه دی خو قرآن کې ما ويلی دی
مرګ او زندګي يوه ده، غم او خوشالي يوه ده
ژوند چې چېرته نه وي، مرګی چا هلته ليدلی دی
د ایات خو نه دی خو قرآن کې ما ويلی دی
زړه لکه د جام دی، خوشالي، غم يې شراب دی
تږی به رخصت شي، تا خو غم ته نسکور کړی دی
دا ایات خو نه دی خو قرآن کې ما ويلی دی
خوند که يې جدا دی، ده نشه يوه د دواړو
دواړو کې خمار لږ د ساقي د سترګو تلی دی
دا ایات خو نه دی خو قرآن کې ما ويلی دی
مرګ کې پټ دی راز د مرګ، ژوندی پرې نه پوهېږي
واوره فلسفه د لېونتوب د لېوني نه
دا ایات خو نه دی خو قرآن کې ما ويلی دی
Ещё видео!