پاکستان لا هم د سلګونه زره افغان کډوالو کوربه دی. تېرو دريو کلونو کې دغه هېواد کې د افغان کډوالو استوګنه هسکو ټيټو او سختيو سره مخامخ شوې ده. د حقونو ټولنو او نړيوال فشار سره پاکستان دا تېر جولای پر دې سلا شو، هغو ۱،۴۵ ميليون افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو موده يو کال نوره هم وغځوي، چې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې، يو اېن اېچ سي ار له خوا د نومليکنې پېژندپاڼې ورکړل شوې دي. د بښنې نړيوالې ټولنې د دغه ګام هر کلی کړی، خو ويل يې، د پاتې کېدو حق دې ټولو هغو افغانانو ته ورکړي چې دا مهال پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسېږي. د تېر کال له سپتمبره د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور له مخې نژدې ۶۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه، افغانستان ته ستانه کړی شوي دي. د تېر جولای لومړيو کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر فيليپو ګرانډي، پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دغه هېواد کې د افغانانو لپاره د چټکو خو اوږدمهاله حل لارو پر راکتو ټيګار کاوه، او دا چې د کوربه هېواد ملاتړ دې هم وشي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:08 د سر خبر
0:31 له پاکستانه د افغان کډوالو ستنونه
1:20 كراچۍ کې د افغان کډوالو حال
5:44 کابل کې د عبد العلي مزاري مجسمې ړنګول
10:49 د بي بي سي درس نوي پړاو پيلېدو يادګېرنه
11:40 درس، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!