شیرمحمد عباس ستانکزی د روسیې د تلویزون سره په مرکه کې وویل چې دوی اوس هم سولې ته ژمن دي، د ټرمپ څخه غواړي چې یو ځل بیا د مذاکراتو میز ته ورسي او د سولې خبرې پيل کړي..
نوموړي وویل چې د افغان لوري سره هم وروسته خبرو ته اماده دي، د هغوی سره به په خبرو کې د تلپاتې اوربند تر څنګ پر ټولو مسایلو خبرې وکړي.
د مرکې ژباړه:
===============
زه نه پوهیږم چې ددې وجه څه وه، تاسو د هغوی څخه پوښتنه کولای سئ.. چې څه وسوه
مونږ اوس هم مذاکراتو ته ژمن یو..
زمونږ د نظر او پالیسي سره سم د افغانستان د شخړې حل یوازي په خبرو ممکن دی او یوازي هغه وخت چې سوله پر میز وسي.
نو مونږ وار له مخې مسوده نهايي کړې ده..
مونږ د ټرمپ څخه تمه لرو چې هغه خپل اعلان باندي بیا غور وکړي..
او بیرته هغه ځای ته راوګرځي، چیري چې مونږ وو
مونږ به مسوده لاسلیک کړو او بیا به یې پر ځمکه عملي کړو..
زمونږ سره دي مسوده لاسلیک کړي تر څو یې بیا پر ځمکه عملي کړو.
ما پوښتنه وکړه چې تاسو څرنګه د ټرمپ څخه تمه لرئ چې د هغه عسکر دي ور ووژنئ او بیا دي ټرمپ درسره مذاکرات هم وکړي.؟
دوهمه ورځ چې ټرمپ خبرې لغوه کړې، د هغه د بهرنیو چارو وزیر پامپیو وویل، چې مونږ په څلورو ورځو کې زر طالبان وژلي دي..
نو که دوی زمونږ څخه ۱۰۰۰ وژلای سي، مونږ ولي ددوی یو او یا دوه ونه سو وژلای؟
نو دا زمونږ حق دی چې د خپل ځان دفاع وکړو
زمونږ حق دی چې د خپل بې ګناه ولس دفاع وکړو
هر ځای که دوی بمبار کوي، هر ځای که دوی برید کوي، مونږ باندي لازمه ده چې خپله دفاع وکړو
طالبان داسي ورته ګوري، دوی خپل هیواد دفاع کوي..
د یوه بهرني اشغال پر خلاف جګړه کوي..
هر امریکايي عسکر چې دوی یې وژني..
لسګونه او سلګونه ددوی جنګیالي او ولسي خلک یې په مقابل کې د امریکایانو له خوا وژل کیږي..
ددوی په وینا
خبریال: دغه جګړه دوی نه غواړي، دغه جګړه هغسي نه ده چې دوی یې په زور وګټي، مګر دوی کله هم تسلیمېدل نه غواړي..
جګړه پر مونږ تپل سوې، امریکايي عسکر افغانستان ته راغلي دي، زمونږ د اسلامي امارت عسکر یا مجاهدین امریکا ته نه دي ورغلي..
دوی پر مونږ جګړه تپلې ده،.
مګر بیا هم
مونږ وړاندیز کوو او په کلکه غواړو
چې افغانستان ته سوله د خبرو له لارې راولو
مګر متاسفانه هر وخت چې مونږ یوې نهايي هوکړې ته ورسیږو
د امریکایانو له خوا لغوه کیږي..
وروستي مذاکرات چې د ټرمپ په اوامرو لغوه سول
دا دریم ځل وو چې دغسي د سولې یوه هوکړه لغوه کړې وي..
دوه ځله د باراک اوباما په ولسمشرۍ کې..
نو مونږ اوس هم ژمن یو، مونږ په افغانستان کې سوله غواړو
مونږ بهرنیو ځواکونو ته خوندي لاره ورکوو چې د افغانستان څخه ووځي
نو که مقابل لوری هم دغه غواړي چې مونږ یې غواړو، ښه خبره ده
کنه جګړه پر مونږ تپل سوې ده او مونږ مجبور یو چې د ځان دفاع وکړو
که امریکايي لوری نه غواړي چې مذاکرات وکړي
او دوی سوله پر میز نه غواړي
نو مونږ به مجبور یو چې د ځان دفاع وکړو
که څه هم دغه حالت سل کاله نور ادامه وکړي
تر ټولو دردوونکې خبره ده چې د طالبانو مذاکراتي ټیم مشر راته وویل
چې دوی څومره هوکړې (اوربند) ته نیژدې سوي وه
ټول تفصیلات لیکل سوي وه، وروستی مسوده تر نظر تېره او منل سوې وه
صرف ددې لپاره چې بیا هر څه لمنځه ولاړ سي
هر څه بحثونه چې پر میز وه، هغه نور ختم دي..
مونږ اوس عملي کار غواړو..
کله چې دغه لاسلیک سي، دوهمه ورځ به زمونږ او امریکایانو تر منځ بشپړ اوربند وي
مونږ به امریکايي ځواکونو ته خوندي لاره ورکړو
دوی به بهر ووځي
او د سپتمبر پر ۲۳مه نیټه به بین الافغاني مذاکرات پيل سي
چیري چې به بشپړ او تلپاتي اوربند تر څنګ پر نورو مهمو مسایلو بحث کیږي.
اوس چې مونږ ولاړ یو، خبرې د اوس لپاره ختمې دي..
جګړه به پر مخ روانه وي..
وژنې به روانې وي..
=================
زمونږ پاڼه:
[ Ссылка ]
زمونږ سره د اړیکو لپاره:
nunn.asia@gmail.com
#peace
#negotiation
Original video of: Sher Muhammad Abbas stanikzay talks to RT on this link:
[ Ссылка ]
Ещё видео!