د ډېسمبر پر ۲۲مه په خوست کې د ترکیې د یو خیریه بنسټ له لوري د "شهیدانو او معلولینو" له۳۹۰ بې وزله کورنیو سره د پوښاک د ژمنیو توکو مرستې وشوې. مرستې ترلاسه کوونکو کورنيو پر مرستو خوښي څرګنده کړه او له اړونده ادارو او مرستندویه بنسټونو يې وغوښتل چې له هغوی سره دې نورې مرستې هم وکړي. دا مهال په خوست کې ۶،۰۰۰ معيوبين، ۱۱،۰۰۰ يتيمان او ۳،۰۰۰ کونډې په رسمي توګه ثبت شوې دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې وګورئ.
Ещё видео!