د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
کلات د افغانستان سوېل کې د زابل ولایت مرکز دی؛ پخوا دغه ولایت د زابلستان په نوم یادېده چې وروسته د وخت په تېرېدو په زابل اوښتی دی.
د تاریخي معلوماتو له مخې، د یاد ولایت مرکز کلات ښار د مغولو او غزنویانو د امپراطوریو پر مهال یو مهم ځای و.
که څه هم د وروستیو څو لسیزو جګړو له امله دغه ښار ډېره پرمختیا او پراختیا نه ده لرلې خو بیا هم کاروبارونه په کې روان دي او خلک له بېلابېلو ولسوالیو خپل کرنیز محصولات د پلور لپاره دغه ښار ته راوړي.
Ещё видео!