په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په دې باور دی چې ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ سولي خبرې بیا پیل شي.
مراد علي مراد او مسعوده جلال د ښاغلي نبیل مرستیالان دي او دغه ټاکنیزه ډله د ( امنیت او عدالت) په شعار د سیالۍ ډګر ته راغلې.
ښاغلي نبیل چې پخوا د ملي امنیت عمومي مشر پاته شوی، له بي بي سي سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، د ولسمشر کېدو په صورت کې به په افغانستان کې روانه جګړه د استخباراتي لاروـ چارو له لارې حل کړي او پر پوله پرتو ولایتونو والیان او ولسوالیان به یې پوځي او استخباراتي کسان وي.
له ښاغلي نبیل سره زمونږ همکار شعیب شریفي مرکه کړې او په پیل کې ترې پوښتلي چې ټاکنو ته له څه ډول تګلارې سره راغلی
Ещё видео!