د کریکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې افغانستان خپله دریمه لوبه د جون په ۱۴ مه له پي ان جي لوبډلې سره او څلورمه لوبه بیا د جون په ۱۸مه له ویسټ انډیز سره کوي.
افغانستان تر دې وړاندې یوګانډا او نیوزلنډ ته په خورا لوې توپیر ماته ورکړې.
دغو دوو بریاو په کور دننه او بهر ډیر د کریکټ د مینوالو غبرګونونه راوپارول او د ډیرو له خوا افغان لوبغاړي وستایل شول.
تیرو لوبو ته په کتو سره آیا افغان لوبډله به نیمه پایلوبو ته لار پیدا کړي؟ آیا افغان لوبډله له همدې ترکیب سره د پي ان جي پر وړاندې لوبه وکړي؟ او کریکټ یا په ټوله کې ورزش د ټولنو په یووالي او پیوستون کې څومره نقش لري؟
دا اونۍ په پخلاېنې خپرونه کې د افغانستان د کریکټ بورډ پخواني مطبوعاتي مسول حکمت حسن او د ملي لوبډلې له پخواني لوبغاړي سره پر همدې موضوعاتو بحث کوو. تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې د تبصرو په برخه کې موږ ته ولیکئ.
Ещё видео!