د هېواد په کچه د ملي پراختیا شرکت د ۶۴۸ رغنیزو پروژو کارونه درېدلي
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، دغه شرکت په مرکز کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ۱۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۹۲ پروژو د تطبیق چارې پیل کړي وې چې له دې جملې ۶۴۸ یې نیمګړې یا نیمهکاره پاتې دي.
په دغو پروژو کې د اوبو مهارولو، بېلابېلو ودانیو جوړولو، تولید او کرنې برخې شاملې دي.
دغه څرګندونې د ملي پراختیا شرکت د تولید او سوداګرۍ چارو د انسجام مرستیال ریاضالدین شریفي د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې.
هغه زیاتوي، یاد شرکت د هېواد په کچه د ۱۱۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۶۹۲ بېلابېلو رغنیزو پروژو د تطبیق چارې پیل کړې وې چې له دې جملې ۶۴۸ یې نیمګړې پاتې دي.
هغه وایي، دغه شرکت د سرپرست حکومت له راتلو وروسته د یادو ۶۴۸ پروژو له ډلې د ۵۵ زیربنايي او ساختماني پروژو چارې پیل کړې چې ۲۶ یې په دې وروستیو کې بشپړې شوې او پاتې نورې به هم ژر بشپړې شي.
ډیره مننه/ بسیار زیاد تشکر
#pajhwokafghannews
Pajhwok Afghan News (Pashto: پژواک خبري اژانس) (Persian: آژانس خبرى پژواک) is Afghanistan's largest independent news agency. With headquarters in Kabul, eight regional bureaus and a nationwide network of reporters and correspondents, Pajhwok delivers an average daily output of three dozen stories in Pashto, Dari and English. Pajhwok also provides photographs, video footage and audio clips to international wire agencies, televisions and radio stations.
share support subscribe !!
subscribe: www.youtube.com/pajhwokafghannews
Follow us on the links below:
[ Ссылка ]
www.instagram.com/pajhwok
[ Ссылка ]
www.pajhwok.com
Email: video@pajhwok.com
#pajhwokafghannews
#Pashto
#Dari
#youtube.com/pajhwokafghannews#
Ещё видео!