په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو پر نجونو له شپږم ټولګي پورته زده کړې بندې کړې دي، په اسټراليا کې يو پوهنتون داسې روربوټ جوړ کړی چې د شپون يا پادوان غوندې کار کوي. د سېډني پوهنتون دا روبوټ نه یوازې څاروي له يو ځایه بل ځای ته بیولی شي بلکې د څړځایونو د ښو او خرابو وښو په اړه کره معلومات هم غونډوي. دا روبوټونه د څارويو فارم لرونکو لپاره ګټور تمامېږي خو ځيني خلک اندېښنه لري چې ټېکنالوژي حتی له شپنو دندې اخلي.
په دې اړه د رویټرز خبري اژانس او د سېډني پوهنتون د مصنوعي زیرکتيا او روبوټ مرکز له ويډيوګانو جوړ د بشیرګواښ راپور وګورئ.
Ещё видео!