د کاناډا ګلوب انډ مېل ورځپاڼې له پاکستانه د افغانانو پر ډله ییز اخراج لیکنه خپره کړې او سرلیک یې دی: "پاکستان ښځې او نجونې په زور د طالبانو منګولو ته ورستنوي."
د لیکنې په پیل کې راغلي چې پر پاکستان په نړیواله سطحه وروسته له هغې انتقادونه وشول چې دغه هېواد په اکټوبر میاشت کې بې اسناده افغانانو ته د اکټوبر میاشتې تر پایه په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو امر وکړ.
پاکستان وویل، که بې اسناده افغانان په خپله خوښه ستانه نه شي، د نومبر میاشتې له لومړۍ په په جبري ډول افغانستان ته وایستل شي چې هغسې وشول او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د لیکنې له مخې پاکستان د افغان ښځو او نجونو په ګډون زیانګالې کورنۍ، سیاسي مخالفان او نور کسان په زوره د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته اخراج کړي دي.
ګلوب انډ مېل په عین حال کې د پاکستان هغه اعلان ته هم اشاره کړې چې له مخې یې غربي هېوادونو ته د تګ پر مهال باید افغانان د وتلو جریمه هم ورکړي چې د نفر پر سر ۸۳۰ ډالره ده او له هغو کسانو یې اخلي چې هلته یې د ویزو او نورو قانوني اسنادو وخت ختم شوی.
د لیکنې له مخې ګڼې افغانې کورنۍ چې غربي هېوادونو کې د مهاجرت کیسونه لري د دې جریمې د ورکولو وس ځکه نه لري چې دوی په پاکستان کې د کار اجازه نه لري او هلته خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی.
ګلوب انډ مېل ته بله مهمه ستونزه افغانستان ته د ښځو او نجونو جبري ستنول ښکاره شوي چې هلته د ورځپاڼې په باور ممکن له جنسیتي تبعیض یا جنډر اپارټایډ سره مخامخې شي.
په وروستیو کې رفیوجیز انټرنشنل بنسټ افغانستان هغه هېواد یاد کړی چې ښځې او نجونې په کې د جنسیت له مخې له مجازاتو، تبعیض، د نیول کېدو له خطر، شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري واده او په نهایت کې د مرګ له خطر سره مخامخې دي.
خو د طالبانو ویندویانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.
Ещё видео!