د لغمان والي ددې ولایت د سکتوري ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ولسوالیو ته خپل کاري سفرونه ډیر او د ترسره کړو چارو ګزارشونه د ولایت له رهبرۍ سره شریک کړي.
دغه څرګندونې د لغمان والي رحمت الله یارمل نن د دوشنبې په ورځ د جدي په ۲۹ نېټه د اداري مجلس په نوبتي ناسته کې وکړې چې پرمهال یې د ولایت مرستیالانو او د بېلا بېلو ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.
د اداري مجلس په ننۍ نوبتي ناسته کې پرانیستونکې او لارښوونکې وینا، د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اوسیدونکو د قبرستان د ستونزې د حل وړاندیز، د پوهنې ریاست پخوانۍ ودانۍ د زراعت مسلکي لیسې لپاره او وترنرۍ انستیتوت په اختیار کې د ورکولو وړاندیز، د جمهوري ریاست د (۱۰۸) ګنه فرمان د ۸/۹/۱۳۹۹ تاریخ په اساس د کډوالو د هستوګنیزو نمرو د وېش وړاندیز او د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند R4 سیمه کې د پوهنتون د ۲۰ متره اودوالي او د ۶ متره عرض د حجم تبدیلۍ په اړه وړاندیز د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه ول.
دلغمان والي رحمت الله یارمل په پیل کې ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه امنیتي، سیاسي، سولې، انکشافي، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت باندې خبرې وکړې.
د اجنډا مطابق دحج اوقافو رئیس مولوي سید نجیب الله هاشمي له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اوسیدونکو د هدیرې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړای شول.
هغه وویل د هدیرې ځمکه چې شاوخوا ۱۵۰ جریبه کیږي د یادو خلکو له لوري له غصب څخه ژغورل شوې، خو ولې اوس مهال یې پروړاندې باندې ځینې ستونزې را ولاړې شوي چې ولسونه یې د حل غوښتنه کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس کډوالو ته د هستوګنیزو نمرو په اړه د جمهور رئیس د ۱۰۸ ګڼه فرمان په اړه معلومات وړاندې او یادونه یې وکړه چې د دوی د شمېرنو له مخې په لغمان ۳۵ زره داخلي بې ځایه شوې کورنۍ موجودې دي.
دلغمان والي رحمت الله یارمل له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اوسیدونکو د قبرستان د ستونزې حل په موخه د ولایت مرستیال په مشرۍ د ښارجوړنې او ځمکوالۍ، ښاروالۍ، پوهنتون او حج اوقافو ریاستونو څخه ګډ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې یاده موضوع وڅیړي او بلې ناستې ته تفصيلي ګزارش وړاندې ترڅو له یوه لوري د خلکو قناعت حاصل او له بله ځمکه هم د غصب څخه ژغورل شوي اوسي.
هغه دغه راز د کډوالو د هستوګنیزو نمرو د وېش د ستونزې حل او په دغه برخه کې د جمهور رئیس د فرمان عملي کېدو لپاره هم اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه.
نوموړي د حج اوقافو رئیس ته لارښوونه وکړه چې د دیني عالمانو لیست چمتو ترڅو مستحق کسان د هستوګنیزو نمرو څښتان شي.
ښاغلي یارمل دغه راز د اداري مجلس په دې ناسته کې یادونه وکړه چې په اداراتو کې ورته شفافیت او اهلیت مهم دی او په دغه برخه کې هر رئیس کاملاً د تغیراتو صلاحیت لري.
دلغمان والي رحمت الله یارمل د احصایي او معلوماتو ریاست ته دنده وسپارله چې په روانه اونۍ کې د برېښنایي پژندپاڼو دویم مرکز فعالیت پیل کړي.
هغه دغه راز ددې ولایت د سکتوري ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ولسوالیو ته خپل کاري سفرونه ډیر او د ترسره کړو چارو ګزارشونه د ولایت له رهبرۍ سره شریک کړي.
نوموړي د غصب د مخنیوي کمېسیون ته لارښوونه وکړه چې په جدیت سره خپلې چارې ترسره او هیڅ ډول تعامله ترسره نه کړي.
نوموړي الیشنګ ولسوالۍ ته د خپل وروستي سفر په اړه هم معلومات د مجلس له ګډونوالو سره شریک کړل.
بل لورته د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار د نن ورځې د غصب د مخنیوي کمېسیون د ترسره کړو چارو اړوند معلومات شریک کړل.
هغه یادونه وکړه چمتو دی چې ولسوالیو ته د سکتوري ریسانو په مشرۍ سفر ترسره او وشي کړای هلته د ولسونو ستونزې په مخامخ ډول واوري.
په دې ناسته کې دغه راز په ګڼو برخو کې لازم تصامیم ونیول شول او پریکړې وشوې.
Ещё видео!