جاوید سنګندل هغه افغان دی چې له کډوالۍ څخه يي ځان د جنیوا پارلمان ته رسولی. دغه افغاني الاصله سویسی د طالبانو د لومړي ځل واکمني پر مهال سویس ته کډوال شوی و خو له زده کړو وروسته بیرته افغانستان ته ولاړ.
د جنیوا د پارلمان دغه وکیل چې د «ټولنیز عدالت او خپلواکۍ» د ګوند لخوا په جنیوا کې د ۷۰۰ کاندیدانو له ډلې پارلمان ته بریالی شوی او تیره میاشت يي رسما د پنځو کلونو لپاره خپله دنده پیل کړه.
ښاغلی سنګدل وايي چې په راتلونکي کې به له خپلو تجربو او زده کړو څخه د افغانستان په ګټه استفاده وکړي.
@djawedsangdel3499 #مهاجرت #کډوال #افغانستان #سویس
Ещё видео!