د افغانستان شمالي ښار مزار شریف د یو کلي خلک له درېيو لسیزو راهیسې تر توغندیولاندې ژوند تېروي.
د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ تر وتلو وروسته د قزل اباد کلي خلکو خپلې سيمې ته نژدې د روسانو د وخت وسلو یو زېرمتون ترغۍ تالا کړی و.
له زېرمتونه یې په سلګونو BM21 راکټونه له ځانه سره وړي او پر خپلو بامونو یې د لرګیو پرځای کارولي. دا راکټونه د څلوېښت ميلي په نامه مشهور دي، نژدې درې متره اوږدوالی لري او په چاودېدو سره ډېر زيان اړولی شي.
اوس د ماین پاکولو یوه موسسه غواړي، د کلیوالو بامونه له دغو خطرناکو راکټونو پاک کړي، خو د ساړه ژمي په پيل کې د بامونو لوڅول د کلیوالو لپاره یوه سخته پرېکړه ده.
د بي بي سي اوليا اطرافي چې دغه کلي ته تللی و، په خپل راپور کې د توغنديو د کلي کيسه کوي.
Ещё видео!