ګرانو ماشومانو او قدرمنو والدینو،
دا ځل به ماشومانو ته په المان کې افغان لیکوال او ژباړن انجینر اسدالله ملکزای له لوري د چاپ سوو کتابونو څخه یوه ښکلې کیسه ماشومانو وړاندي سې.
د ادبیاتو او کلتور یوه مهمه برخه د خلکو نکلونه دي.
افغانیک د دیرشو کلونو راهیسې په آلمان کې، افغاني کلتور او ژبې د کورسونو، غونډو او کتابونو خپرولو او کنفرانسونوله لوري پالي تر څو په جرمني کې میشت افغانان د خپل هېواد، کلتور او ژبو سره رابطه وساتي او زموږ راتلونکي نسلونه ته هم ور انتقال کړي.
په دې توګه به زموږ کلتور په راتلونکي کې د پوره مړه کېدو مخه ونیسي. څه نا څه دا زموږ د هڅو موخه او ارمان دی.
په دې لړ کې افغانیک د ماشومانو، میندو او پلرونو لپاره د افغاني نکلونو غونډو په افغاني او آلماني ېبو جوړه وي.
همدا شان به دخپلو ژبو د لا ښه پوهېدو لپاره آلماني یا بهرني نکلونه په افغاني ژبو هم وړاندې کوو، د مثال په توګه د ګریم ورونو نکلونه.
ګرانو ماشومانو او قدرمنو میندو او پلرونو ته په مینه او درنښت بلنه ورکوو، چې په دغو ناستو کې په حضوري او آنلاین بڼه ګډون وکړي.
#germany #afghanistan #kinder #pashto #Märchen #kindermärchen
Ещё видео!