شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ـــــــــــــ
ګوره طاوس مړ کړ ښايسته وزرو
ابليس برباد کړ علمي خبرو
سيپۍ ويده وه د سين په تل کې
زړګی يې وچاو سرو ملغلرو
ګلاب خپل رنګ او خپل بوی تالا کړ
منصور په دار شو چې با خبر و
پتنګ خپل نرم زړګي ستي کړ
مېږی برباد کړ خپلو وزرو
غني پوهېږي ځکه ژړېږي
څه ښه به ژوند و که ژوند د خر و
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Qismat | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | قسمت | غني خان | سردارعلي ټکر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Ещё видео!