د۱۳۹۳ لمریز کال د وري۱۲مه
د پکتیا ولایت مشرانو له جمهوررئیس کرزي سره په کتنه کې خپلې ستونزې مطرح کړې
د پکتیا ولایت یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د روغتیا، پوهنې، برېښنا او سړکونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې مطرح کړې.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، مولوي خلیل الله فیروزي او سناتور باز محمد زرمتي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې .
دوی د پکتیا په ولایت کې د اوبو او برېښنا د بندونو او کاریزونو د جوړیدو، له دویمې درجې څخه لومړۍ درجې ته د پکتیا ولایت د لوړیدو، د دغه ولایت د ولایتي روغتون د پراختیا او د ګردیزـ زرمت پر حلقوي سړک باندې د کار د بیا پیلېدو غوښتنه وکړه.
سناتور بازمحمد په تیرو کلونوکې په بېلابېلو برخوکې ترسره شویو کارونو، په ځانګړي ډول د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي ټینګښت ته په اشارې سره په دې باندې ټینګار وکړ چې د هېواد راتلونکی جمهوررئیس باید داسې یو شخص وي چې د افغانستان د بېلابېلو قومونو ترمنځ ملي وحدت او اتفاق لا پیاوړی کړی.
جمهوررئیس حامدکرزي د پکتیا ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو له اوریدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې او غوښتنې به د دوی د استازو په حضورکې د کابینې په راتلونکې غونډه کې وڅیړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
جمهوررئیس د پکتیا پر مشرانو ټینګار وکړ چې ښځې او نارینه د روان کال د وري د ۱۶ نېټې په انتخاباتوکې په پراخه توګه ګډون وکړیء او د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړیء تر څو په دغه ملي او ولسواک بهیرکې د افغانانو د ګډون کولو له لارې افغانستان لا پیاوړی شي.
په دغه غونډه کې د پکتیا والي جمعه خان همدرد هم ګډون کړی و.
----------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af
Ещё видео!