درديدلی
چې حرام حلال ګڼي مسلمان نه دی
لويه لار چې شکوي څه انسان نه دی
غله پې مه بدناموۍ مه حيوانات
پردی مال چې خپل ګڼي دګزران نه دی
خر غوايی ته سپکاروې مه کوۍ خوشې
چې خپل کور راورانوي نو حيوان نه دی
خدای دې نکړي د افغان نامه ورپورې
چې تور سرې ډبوي نو افغان نه دی
د اسلام د مقدسې پر دې شاته
مسلمان ورور قتلوي د ايمان ندی
د جهاد په نوم يې ټول مخلوق تبا کړو
غيرتونه خرڅوي د بيان نه دی
چې ملا بيرته طالب شې بيسواده
زده کړه پوهه بند وي نو کامران نه دي
فراريان سړی وژونکی کور کې ساتي
کور او کلی ورانوي د ميدان نه دی
هسې خوشې ګوډاګی دی خدمتګاره
درديدلی دردوي د درمان نه دی
کب ۱۳۷۷
محمديوسف خدمتګار مزدورزوی
Ещё видео!