#د_بګراميو_امنيه_قومانداني:
#دوه_ويشتمه_ناحيه:
سيد جمال الدين افغان ښارګوټي ته څيرمه دوه تنه غله د يو ميل تومانچي سره لاس په لاس ونيول شول.
۱۱ کب / حوت ۱۳۹۸
دغه دوه تنه نن مازديګر قضا د بګرامیو ولسوالي د سیدجماالدین افغان ښارګوټي تر څنګ د الدین خیلو په ساحه کې د پولیسو او ځايي اوسيدونکو له لوري له يو ميل تومانچي سره ونیول شول. یادو کسانو غوښتل چې د یو زرنج له څښتن څخه د تومانچي په زور پیسې او تلیفون واخلي چې لاس په لاس د ځایي اوسيدونکو په مرسته د پولیسو له لوري ونیول شول. د یادولو وړ ده چې د الدین خیلو د کلي ځوانان په خپل کلي کې د غلا د مخنوي لپاره ګزمه کوي.
Ещё видео!