د پښتونخوا حکومت د دغه ایالت تیرا درې، د کوکيخېلو قوم شاوخوا یو شمېر هغه کورنۍ چې کلونه وړاندې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو بېرته خپلو مېنو ته ستانه کړې دي. دا کلونه کېږی چې دا خلک د خیبر درې په جمرود کې په کمپ کې اوسېدل. د کوکيخېلو مشران وايي د بې کورو شویو شمېر شپږو زرو ته رسېږي. دا کورنۍ له هغه وروسته خپلو مېنو ته ستنېږي چې مشرانو یې په دې وروستیو کې مظاهرې وکړې او له امله یې له حکومت سره خبرې اترې پیل کړې.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!