چل زينه:
چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کي يو دالان دئ، چي دغره له بېخه زينې ور ختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کي د اوسپني په قلم کيندل سوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبري دوه زمريان هم پراته وه، چي اوس نسته. د پوزې پر سر باندي څارغالى هم و، چي وروسته نور کار پر سوى و.
چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) لخوا جوړه سوې ده، چي د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کي شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کي پاى ته رسېدلى دئ.
د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري لخوا تر سره سوى دئ.
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,....................
Chil Zena ("Forty steps"), also Chilzina or Chehel Zina, is a mountainous outcrop at the western limit of the city of Kandahar. Forty stone steps lead to the top of the outcrop, hence its name. It gives a commanding view on the city of Kandahar. Chil Zena was located on the northern side of the old citadel of Old Kandahar, destroyed by Nadir Shah Afshar of Persia in 1738
........................................
چهل زینې
چهل زینې په ۱۶ مېلادي پېړۍ کي د مغلي امپراتور ظهیرالدین محمد بابر په امر جوړي سوي دي.
چهل زینې د کندهار له خورا تاریخي ځایونو څخه شمېرل کېږي. دغه تاریخي ځای د کندهار ښار شمال خوا ته پروت دی. په ۱۶ پېړۍ کي چي کله ظهیرالدین محمد بابر کندهار د دوهم وار له پاره ونیوی، نو د چهل زینو پر غره ئې د ناستي له پاره ښایسته ځای جوړ کړ، چي دا مهال د چهل زینو په نوم یادېږي.
د چهل زینو شروع د غره له لمني څخه سوې ده او تر وروستۍ برخي پوري څلوېښت زینې دي. د هري زینې اوږدوالی تقریباً ۷۰ سانتي متره دی. پخوا د چهل زینو په سر کي له ډبرو څخه جوړ سوي د دوو زمریانو مجسمې هم موجودي وې، ولي دا مهال له منځه تللي دي. د چهل زینو په سر کي د ساتونکي له پاره ځانګړی ځای هم جوړ سوی و، چي د چهل زینو ساتنه به ئې کول.
ځيني تاریخ پوهان وايي د چهل زینو کار د بابر زوی عسکري میرزا له ۹۳۰ ه.ق څخه تر ۹۵۳ ه.ق پوري بشپړ کړی دی.
د چهل زینو په سر کي په نستعلیق خط د ټولو هغو سیمو نومونه نوشته سوي دي، چي بابر د دوو کلونو په موده کي خپل تر ولکې لاندي راوستلي وې. دغه خط میر معصوم کندهاري نوشته کړی.
د امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چهل زینو ته نژدې یوه لویه کلا هم جوړه سوې ده.
نادرشاه افشار چي کله په ۱۷۳۸ مېلادي پر کندهار یرغل وکړ، نو په ترڅ کي ئې د چهل زینو زیاته برخه ورانه کړه.
................................
Copyright: This Video is from Hewad TV Kandahar: I am posting here to keep the historical archive (Only)
Ещё видео!