پرې مې ږدئ چې والوزم زما وزرې مه تړئ،
شپو ته پاتې کېږو د رڼا وزرې مه تړئ.
زه د الاهو په زمزمو کې زيږدېدلې يم
زه د اذان غږ د ژوند لمانځه ته رابللې يم
لمونځ مې په لمنه کېږي دغسې سپيڅلې يم
ظلم دی پر شونډو د خندا وزرې مه تړئ
ښار به شي ځنګل که بې کتابه بې قلمه شي
گل شي وچ ډنډر چې بې هوا او بې شبنمه شي
مه شه ادم ګوښې، نه حواء دې بې ادمه شي
مړاوی به ادم شي د حواء وزرې مه تړئ.
#afghanistan #taliban #pakistan #usa #islamabad #hazara #rawalpindi #نغمه #شاپ #آهنگ N #naghmamangal #naghma_music
Ещё видео!