د طالبانو دفاع چارسمبالي وزير خپلو لومړيو خبرو کې ويلي سره له دې چې غورځنګ یې ټولو مخالفانو ته عمومي بښنه اعلان کړې، ځينو کسانو يې دښمنۍ کې وژنې کړې دي. ملا محمد يعقوب چې د طالبانو د غورځنګ بنسټ ايښودونکي ملا محمد عمر زوی دی، او تر اوسه ډېر کم راښکاره شوی، دا یې د طالبانو حکومت کې د دفاع وزير په توګه لومړۍ خبرې دي. طالبانو لا د محمد یعقوب انځور هم نه دی خپور کړی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه د ملا یعقوب د وينا متن خپور کړی، چې د طالبانو وسله والو ته وينا کې یې ويلي ګنې د کسانو هر ډول ګواښل او وژنه، د طالبانو د غورځنګ له موخو سرغړونه ده، او که څوک یې په وينا له يو بل چا سره شخړه کې ښکېل وي، بايد دوی د محکمو له لارې یې حل کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 د بي بي سي پښتو ټلويزيون نړۍ دا وخت
0:15 د خپروني سرټکي
1:48 د طالبانو چارسمبالي دفاع وزير څرګندونې
3:10 افغان وچه مېوه
6:03 لنډ خبرونه
7:57 پاکستان کې د ښځو ميراث مسئله
11:42 پولنډ کې د کډوالو کړاو
15:42 جرمني او د انګېلا مېرکل مشرتابه
18:42 د مېرکل ميراث
23:20 د لوبو خبرونه
25:15 د بي بي سي پښتو وېبپاڼې يادونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!