افغانستان کې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، د دغه هېواد واليانو ته یې دنده سپارلې، چې پر ټلويزيونونو د ژونديو شيانونو د انځورونو پر خپراوي بنديز پلی کړي. خو وايي دا بنديز يوازې پر حکومتي چنلونو پلی کېږي. طالبانو شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د رسنيو کارکوونکو ته ويلي وو، د ژونديو شيانو، چې انسانان او ژوي په کې وي، د انځورونو پر اخيستلو او خپرولو بنديز به ګام پر ګام پلی کېږي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا ډېرې کړنلارې چې د خلکو چلن په اړه یې خپرې کړې، او طالبان يې اسلامي قانون ګڼي، پر کور دننه او بهر يې ډېر هېښ کړي، او غندل شوې دي. خبريالانو د يوه بشپړ ځپونکي بنديز شونتيا په اړه هم اندېښنه ښوولې، چې ورسره به افغانستان يوازینی اسلامي هېواد شي چې دا ډول هېښوونکی بنديز په کې پلی کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:24 افغانستان کې پر ټلويزيونونو د ژونديو شيانو د انځورونو پر خپراوي طالب بنديز
3:26 د طالبانو بنديز په اړه د خلکو نظرونه
4:50 د طالبانو دغه بنديز ارزونه
11:11 د امريکا ولسمشريزو ټاکنو لپاره وروستۍ هلې ځلې
14:54 منځني ختيځ کې جګړه
16:45 هنري شېبې، اوونيزه خپرونه
27:09 د بي بي سي پښتو وېبپاڼې يادونه
Subscribe for more videos: [ Ссылка ]
Youtube: [ Ссылка ]
Like us on Facebook: [ Ссылка ]
Follow us on Twitter: [ Ссылка ]
Instagram: [ Ссылка ]
Ещё видео!