څو ورځې مخکې نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې له دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشریت ضد سرغړونو په اړه بیرته څیړنې پیلوي. دغه نړیواله محکمه وایي په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو، پخواني پرځیدلي حکومت او طالبانو هغه کړنې ارزول کیږي چې دوسیه یې په ۲۰۱۷ کال کې برابره شوې وه.
په تیرو دوه لسیزو کې افغانستان کې څومره جنګي جرمونه او بشریت ضد کړنې شوي دي؟ آیا طالبان به دغو څیړنو ته زمینه برابره کړي؟ او ایا په افغانستان جنګي جرمونه څیړل کیدلی شي؟
د پخلاېنې په خپرونه کې د سیاسي چارو کارپوه حسین حقیار او د بشري حقونو کمیسیون پخوانی کمیشنر شکرالله مشکور سره پر همدې موضوع بحث کوو.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت په ۲:۳۰ چې په افغانستان کې د ماښام ۶ بجې کیږي، د دویچه ویله پر فيسبوک او یوټیوب باندې په ژوندۍ بڼه کتلی شئ. که له مېلمنو پوښتنې لرئ، موږ ته یې په تبصرو کې وليکئ، موږ به هڅه وکړو چې په خپرونه کې یې له مېلمنو سره شریکې کړو.
Ещё видео!